په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست علیرضا بیګدلي ویلي چې هېواد به یې ډېر ژر دطالبانو حکومت په رسمي توګه په رسمیت وپېژني. دې جګپوړي ایراني دیپلومات له رسنیو سره په خبرو کې ټینګار کړی چې د دې کار پر وړاندې هېڅ کوم خنډ نشته .
دا خبر د طالبانو او تهران ترمنځ په ډیپلوماټیکو اړیکو کې یو مهم بدلون ګڼل کیږي او ښايي په سیمه کې د طالبانو حکومت سیاسي انزوا پای ته ورسوي. ایران تل له افغانستان سره نږدې اړیکې لرلې، خو تر اوسه یې د طالبانو حکومت په رسمي توګه نه و منلی .
د بیګدلي څرګندونې د تهران په سیاست کې د بدلون نښه ده او ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو نوی باب پرانیزي. اوس باید وکتل شي چې نړیواله ټولنه او نور ګاونډي هېوادونه به د ایران دې احتمالي پرېکړې ته څه غبرګون وښيي .

افغانستان #ایران #ډیپلوماسي #بهرنیسیاست #طالبان #تهران #کابل #نړیوالېاړیکې #خبرونه #سیمه

Author