په خوست ولایت کې د طالبانو حکومت د پولیسو چارواکو تایید کړې چې د دې ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې دوه ځوانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دا خواشینوونکې پیښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې دغو دوو کسانو په یوه اوبو بند کې لامبو وهله.

د دغه ولایت د پولیسو قوماندانۍ ویاند ویلي چې دا پېښه د سه شنبې په ماسپښین د ګوخې په کلي کې رامنځته شوې ده. په اوبو بند کې د لامبو پر مهال د دغو دوو ځوانانو بې احتیاطي د دې غرقیدو او مړینې اصلي لامل بلل شوی دی.

د دغو دوو ځوانانو جسدونه د سیمې د خلکو په مرسته له اوبو راویستل شول او له قانوني پړاوونو وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول. په وروستیو اونیو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو له زیاتېدو سره د غرقېدو پېښې هم ډېرې شوې دي.

#خوست #افغانستان #پیښې

🌐

Author