د بالیووډ مشهورې جوړې، رنویر سینګ او دیپیکا پادوکن، د ګواښونو له ترلاسه کولو وروسته په ممبی کې د خپل کور امنیت ډېر سخت کړی دی. ویل کیږي چې رنویر ته په واټس اپ کې یو غږیز پیغام راغلی چې پکې ترې د کروړونو روپیو غوښتنه شوې او ګواښ ورته شوی دی.
د دې ګواښونو وروسته، د دوی د استوګنې ځای لخوا پولیسو ته رسمي لیک استول شوی او اوس وسله وال ساتونکي د دوی د کور شاوخوا ځای پر ځای شوي دي. پولیسو په دې اړه پلټنې پیل کړي دي ترڅو د دې ګواښونو اصلي عاملین پیدا کړي او د دې ستورو امنیت خوندي کړي.
دا لومړی ځل نه دی چې د هند سینما ستوري له داسې ګواښونو سره مخ کیږي، خو د وسله والو ساتونکو ګمارل د موضوع جدیت ښيي. د دوی مینوال اندېښمن دي، خو رنویر او دیپیکا تر اوسه په رسنیو کې کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی او په خپلو کارونو بوخت دي.