د جورج ټاون پوهنتون د “ښځو، سولې او امنیت” موسسې په نوي راپور کې افغانستان د ښځو د وضعیت له پلوه د نړۍ په وروستۍ درجه کې راغلی دی.

د ۱۸۸ هیوادونو په منځ کې، افغانستان د عدالت، امنیت او ګډون له پلوه تر ټولو بد حالت لري.


شمیرې ښيي چې تر ۵۰ سلنه ډیرې افغان میرمنې د تاوتریخوالي ښکار شوي او عدالت ته یې لاسرسی خورا کم شوی دی.

پر کار او زده کړو بندیزونو افغان میرمنې د ټولنې تر ټولو زیان منونکې برخې ته اړولي دي.


راپور د دې تګلارو ویجاړونکو اقتصادي پایلو ته هم اشاره کوي؛ هغه کورنۍ چې سرپرستي یې ښځې کوي ۴۰ سلنه عاید یې له لاسه ورکړی دی.

طالبانو په لسګونو فرمانونه صادر کړي چې نیغ په نیغه د ښځو ازادۍ محدودوي.

دښځوحقونه #افغانستان #جنسیتيتبعیض #طالبان #ملګريملتونه #کورنیتاوتریخوالی #نړیوالراپور #جورج_ټاون

Author