د هند سینما تکړه لوبغاړي پراکاش راج اعلان کړی چې د “دریشم” فلم په درېیمه برخه کې به کار وکړي. هغه دا اوازې رد کړې چې ګواکې د اکشی کهنه پر ځای راغلی، او ویلي یې دي چې له اجی دیوګن سره به په یو نوي او په زړه پورې رول کې راښکاره شي.
دا خبر په داسې حال کې خپریږي چې مخکې ویل شوي وو هغه د سندیپ ریډي وانګا له فلم “سپیرټ” څخه وتلی، خو هغه دا خبره رد کړه. اوس په دریشم ۳ کې د هغه ګډون د مینوالو پام ځانته اړولی او ټول د هغه او اجی دیوګن د مقابلو لیدو ته سترګې په لار دي.
دریشم فلمونه د خپلو معمایي کیسو له امله په هند او افغانستان کې ډېر مینوال لري. د پراکاش راج شتون، چې په منفي او پېچلو رولونو کې ځانګړی مهارت لري، د دې فلم درېیمې برخې ته هیلې نورې هم زیاتې کړې دي.

Author