د کندهار ولایت سیمه ییزې سرچینې وايي چې د ضیاءالحق په نوم د طالبانو یو غړی، چې په عبدالله مشهور دی، ورک شوی دی. دغه کس د هلمند د کجکي ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی او له یوې نیمې میاشتې راهیسې یې کورنۍ د هغه په اړه هېڅ معلومات نه لري.
سرچینې زیاتوي چې دغه طالب د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې د ژیړۍ په ولسوالۍ کې فعالیت کاوه. د هغه کورنۍ وايي چې وروستی ځل یې ورته ویلي وو چې په کندهار کې دی، خو له هغې وروسته یې هېڅ درک نه دی لګېدلی.
په کندهار کې، چې د طالبانو اصلي مرکز ګڼل کیږي، د دې پېښې رامنځته کېدل د دې ډلې ترمنځ د داخلي اختلافاتو او امنیتي بې ثباتۍ نښه ګڼل کیږي. شنونکي وايي، کله چې یوه ډله د خپلو غړو امنیت نشي ساتلی، د عامو خلکو خوندیتوب ته به څنګه پاملرنه وکړي.

کندهار #طالبان #ورکشوی #امنیت #افغانستان #هلمند #بشريحقوق #کورنيخبرونه #کندهارپیښې #بې_ثباتي

Author