د نړۍ د هوا پیژندنې سازمان په خپل نوي راپور کې اعلان کړی چې د دوه زره او پنځلسم څخه تر دوه زره او پنځه ویشتم پورې کلونه د ځمکې په اقلیمي تاریخ کې ترټولو ګرم یوولس کلونه ثبت شوي دي.

دې سازمان خبرداری ورکړی چې د هوا او سمندرونو بې ساري تودوخه د یخونو د چټکې وېلې کیدو او د اقلیمي پیښو لامل شوې ده. درنو بارانونو او سختې تودوخې په ټوله نړۍ کې پراخ زیانونه اړولي دي.

د دې راپور له مخې، هغه چټک او پراخ بدلونونه چې یوازې په څو لسیزو کې پیښ شوي، د راتلونکو نسلونو لپاره به ویجاړونکې پایلې ولري. د شنو خونو ګازونو لوړه کچه د دې اقلیمي بې ثباتۍ اصلي لامل بلل شوی دی. #اقلیم #تودوخه #چاپیریال

Author