د طالبانو د حکومت د چارو ادارې رییس نورالحق انور د وري میاشتې په شپږمه نېټه وویل چې د تېر حکومت ښوونیز نصاب له بهر څخه راوړل شوی و او د هېواد اړتیاوې یې نه پوره کولې.

نوموړي ټینګار وکړ چې اوس مهال د طالبانو حکومت تر واک لاندې پر نوي ښوونیز نصاب کار روان دی. هغه زیاته کړه چې دوی هڅه کوي دا نصاب د افغانانو د اصلي اړتیاوو پر بنسټ جوړ کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د طالبانو د حکومت له څلورو کلونو تېرېدو وروسته لا هم د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي او د پرانیستلو لپاره یې نیوکې دوام لري.

#افغانستان #ښوونه #طالبان

🌐

Author