د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له چارواکو سره وکتل. په دې لیدنه کې د “پولې پورې غاړې ترهګرۍ” او هغو امنیتي ننګونو په اړه خبرې وشوې چې د پاکستان په باور په افغانستان کې د مېشتو ډلو لخوا رامنځته کیږي.
په دې ناسته کې ټینګار وشو چې د افغانستان خاوره باید د نورو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي. صادق خان پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د دې ګواښونو د مخنیوي لپاره سیمه ییزې او نړیوالې همغږۍ ته جدي اړتیا ده.
د امنیتي مسایلو ترڅنګ، د بشري حقونو وضعیت، سوداګرۍ او اقتصادي پراختیا هم د بحث موضوعات وو. دا لیدنه د سیمې د ثبات او له افغانستان څخه د راپېښو ننګونو په اړه د ګاونډیو هېوادونو او نړیوالې ټولنې روانې اندېښنې څرګندوي.