د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه د بدخشان ولایت په یفتل ولسوالۍ کې د وروستیو بریدونو ملاتړ اعلان کړی دی. هغه دا ګام د ظلم او ستم پر وړاندې د چوپتیا ماتولو لپاره یو مهم حرکت بللی دی.

دغه ډیپلوماټ وايي چې د بدخشان پېښو وښودله چې افغانان اسارت نه مني او د بې عدالتۍ پر وړاندې درېږي. هغه ټینګار وکړ چې د طالبانو حکومت سره تعامل یوه درواغجنه هیله ده او د وضعیت د بدلون لپاره باید له نورو لارو کار واخیستل شي.

د سپاهیان میهن جبهې ځواکونو په دې وروستیو کې د ښکته یفتل پر مرکز برید وکړ او د څه مودې لپاره یې کنټرول په لاس کې واخیست. دې پېښې د هېواد د سیاسي څېرو ترمنځ پراخ غبرګونونه پارولي دي.

#بدخشان #افغانستان #سیاست

🌐

Author