د سرپرست حکومت چارواکو د کابل–بګرام د ۶.۲ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پرانیستې. د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغنی برادر په دې مراسمو کې وویل چې د دې پروژې ۴۵۵ میلیونه افغانۍ لګښت له کورنۍ بودیجې ورکول کیږي او دا سړک د کابل نوي ښار د نښلولو لپاره ډیر مهم دی.
ملا برادر په خپلو خبرو کې په تیرو وختونو کې پر ګوندي او قومي ویشونو نیوکه وکړه او ادعا یې وکړه چې اوسنی حکومت د دې واټنونو د له منځه وړلو هڅه کوي. هغه تر شپږم ټولګي پورې د «تعلیمي نصاب توحید» د ملي یووالي په لاره کې د خپل حکومت یوه لاسته راوړنه وبلله.
نوموړي همدارنګه د سیمې او نړۍ له هیوادونو وغوښتل چې له افغانستان سره «مثبت تعامل» ولري او ټینګار یې وکړ چې سیاسي انزوا ګډ اقتصادي فرصتونه له منځه وړي. خو د اقتصاد کمزوری حالت او پر ښځو کاري محدودیتونه لا هم له کابل سره د نړۍ د تعامل پر وړاندې اصلي ننګونې دي.