د طالبانو د اقتصادي مرستیال لومړي وزیر دفتر وویل چې د کشک تیرپل د تېلو د اکتشاف او استخراج قرارداد له سعودي شرکت دلتا انټرنشنل سره لاسلیک شوی دی.

دا قرارداد نن په کابل کې د عبدالغني برادر او زلمی خلیل زاد په حضور کې لاسلیک شو. سعودي شرکت به په لومړي پړاو کې ۲۰۰ میلیونه ډالر پانګونه وکړي.

د کشک تیرپل د تېلو حوزه د هرات او بادغیس ولایتونو ترمنځ موقعیت لري او شاوخوا ۲۲ زره کیلومتره مربع مساحت لري.

#تېل\_او\_ګاز #پانګونه #هرات 🌍

Author