ډونالډ ټرمپ په شمالي کارولینا کې د یوې وینا پر مهال له افغانستان څخه د جو بایډن د حکومت د وتلو پر څرنګوالي سختې نیوکې وکړې. هغه دغه وتل «تیښتې ته ورته» وبلل او و یې ویل چې دې کار د امریکا اعتبار ته زیان رسولی دی.
د امریکا پخواني ولسمشر ادعا وکړه چې د بایډن حکومت په افغانستان کې پرمختللي پوځي تجهیزات پریښي دي. د هغه په وینا، په دغو تجهیزاتو کې جنګي الوتکې او نور وسایل شامل دي چې ارزښت یې ۱۵۰ میلیونه ډالرو ته رسیږي او اوس د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې له افغانستان څخه د امریکا وتل لا هم په واشنګټن کې د سیاسي بحثونو یوه ګرمه موضوع ده. ټرمپ تل ټینګار کړی چې که دی په واک کې وای، نو د ځواکونو ایستل به په بل ډول ترسره شوي وای.