رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې ټاکل شوې د سه شنبې په ورځ د امریکا او ایران ډیپلوماتان د سویس په جنیوا ښار کې سره وګوري. دا خبرې اترې د اوکراین او ایران په اړه د دیپلوماتیکو غونډو یوه برخه ده چې په پام کې نیول شوې دي.
باخبره سرچینو ویلي چې په امریکایي پلاوي کې سټیو ویټکاف او جرد کوشنر شامل دي چې د سه شنبې په سهار به له ایراني چارواکو سره لیدنه وکړي. په دې خبرو کې د کوشنر په څېر د مخکښو کسانو ګډون د دواړو هیوادونو ترمنځ د دې ناستې اهمیت څرګندوي.
دا لیدنې په داسې حال کې کیږي چې په سیمه او نړۍ کې تاوتریخوالی زیات شوی دی. تر اوسه روښانه نه ده چې د دې دوه اړخیزو خبرو اصلي موضوعات به څه وي، خو تمه کیږي چې اټومي مسایل او د سیمې تحولات به د بحث په سر کې وي.