د هند پولیسو اعلان کړی چې په نوې ډهلي کې په یوه هوټل کې د خونړۍ اورلګیدنې له امله یوویشت تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د قربانیانو په ډله کې اتلس بهرني وګړي دي چې افغان اتباع هم پکې شامل دي.
تر اوسه په دې خواشینونکې پیښه کې د افغانانو د تلفاتو کره شمیر په رسمي ډول نه دی په ډاګه شوی. د نوې ډهلي پولیسو د دې هوټل خاوند نیولی او د پیښې د اصلي لامل د موندلو لپاره یې پراخې پلټنې پیل کړې دي.
لومړني راپورونه ښیي چې دې ودانۍ یوازې د شپږو خونو لپاره د فعالیت جواز درلود. خو سره له دې په غیرقانوني ډول شاوخوا پنځه ویشت خونې پکې کارول کیدې چې په بشپړ ډول د خوندیتوب معیارونه او مقررات پکې له پامه غورځول شوي وو.
🌐 #اورلګیدنه #هند #افغان\_کډوال