ایران او اسرائیل اعلان کړی چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له غوښتنې وروسته یې پر یو بل مخامخ بریدونه درولي دي. خو تهران خبرداری ورکړی چې که اسرائیل په لبنان کې پر حزب الله فشار ته دوام ورکړي، دوی به غبرګون وښيي.

دې کړکیچونو په نړیوالو بازارونو مستقیمې اغیزې لرلې دي. د دې جګړو په لړ کې د تیلو بیې تر ۵ سلنې پورې لوړې شوې، خو د بریدونو د لومړۍ څپې په دریدو سره بیرته راټیټې شوې او د ډالر ارزښت هم کم شو.

امریکایي چارواکي وایي چې ټرمپ په یوه ټیلیفوني اړیکه کې بنیامین نتانیاهو ته خبرداری ورکړی چې د جګړې له پراخولو ډډه وکړي. د بریدونو د دریدو له اعلان سره سره، په خاورمیانه کې وضعیت لاهم نازک او د اندیښنې وړ دی.

🌐 #ایران #اسرائیل #امریکا #منځنی\_ختیځ

Author