د افغانستان د ازادۍ جبهې اعلان کړی چې ځواکونو یې د دوشنبې په ماښام، د دلوې په ۲۷مه، د کندز په بالاحصار چوک کې د طالبانو پر یوه پوستې برید کړی دی. د دې جبهې د خبرپاڼې له مخې، په دغه برید کې دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. سیمه ییزو سرچینو هم په یاده سیمه کې د چاودنې پخلی کړی دی.
دا په وروستیو ورځو کې په کندز کې د دې جبهې لخوا دویم راپور شوی برید دی. تر دې مخکې د دلوې په ۲۶مه هم د ازادۍ جبهې د دغه ښار په لومړۍ امنیتي حوزه کې د دوو طالبانو د وژلو خبر ورکړی و. یادې جبهې په اکس ټولنیزه شبکه کې د دې بریدونو ویډیوګانې خپرې کړې دي.
طالبانو تر اوسه د دې پیښو په اړه څه نه دي ویلي. په لویو ښارونو کې د چریکي بریدونو زیاتوالی د دې ډلې د واک پر وړاندې دوامداره امنیتي ننګونې ښيي. د سیمې اوسیدونکو د شپې لخوا د چاودنې او ډزو د غږونو اوریدو خبر ورکړی چې د خلکو د اندیښنې لامل شوي دي.

ازاديجبهه #کندز #طالبان #امنیت #افغانستان #بالاحصار #نښته #خبرونه #چریکيجګړه #پوځي_تحولات

Author