سیمه ییزو سرچینو تایید کړې چې په هرات ولایت کې د افغان حکومت د استخباراتي ځواکونو له لوري یوه ځوانه ښځه د حبیبې صالحي په نوم نیول شوې ده. ویل کېږي چې دې ځوانې مېرمنې د خبریالۍ په برخه کې د کار کولو مخینه هم لرله.

د راپورونو له مخې اغلې صالحي تېره اونۍ له ترکیې څخه هرات ولایت ته د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره راغلې وه. هغه د چهارشنبې په ورځ د هرات ښار په یوه مرکزي سیمه کې ونیول شوه او نامعلوم ځای ته لېږدول شوې ده.

تر اوسه د دې ځوانې مېرمنې د نیول کېدو اصلي لامل څرګند نه دی او د هغې د برخلیک په اړه هم کوم معلومات نشته. د افغان حکومت چارواکو هم تر دې دمه د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

🌐

#ښځې #هرات #خبریاله #افغانستان

Author