د ناروې پولیسو د هغه ۲۸ کلن افغان هویت محمد طارق وزیري اعلان کړ چې د دلوې په ۱۹مه په دغه هیواد کې وژل شوی و. ښاغلی وزیري چې د پخواني افغان حکومت د ځانګړو ځواکونو د ۲۲۲ قطعه غړی و، د برګن په ښار کې د خپل اپارتمان مخې ته تر برید لاندې راغی. په دې پیښه کې د هغه میرمن هم ټپي شوې ده.
د وژل شوي کس نږدې سرچینې وايي چې هغه په کابل کې د ترهګرۍ ضد مهمو عملیاتو، له هغې جملې په ۱۳۹۶ کال کې په انټرکانټیننټال هوټل د برید پر مهال کلیدي رول درلود. که څه هم د ناروې پولیسو د هغه د پوځي شالید په اړه جزئیات نه دي خپاره کړي، خو تاییدوي چې په افغانستان کې د هغه پوځي دنده د روانو څیړنو برخه ده.
پولیسو دا پیښه یو هدفي قتل بللی او ویلي یې دي چې قاتل او مقتول یو بل سره پیژندل. د ښاغلي وزیري خپلوان ټینګار کوي چې هغه له چا سره شخصي دښمني نه درلوده. دې پیښې په اروپا کې د میشتو افغان کډوالو او پخوانیو پوځیانو ترمنځ اندیښنې زیاتې کړې دي.