سرچینو تایید کړې چې درې بندیان د ننګرهار له مرکزي محبس څخه په تیښته بریالي شوي دي. دغه پیښه چې د طالبانو تر کنټرول لاندې زندانونو کې امنیتي کمزوری ښیي، د زندان د ساتونکو په مستقیمه مرسته ترسره شوې ده .
راپورونه وايي چې بندیانو د طالب ساتونکو په مرسته وکولای شول له امنیتي خنډونو تیر شي او د ساتونکو په ډله کې په ګډیدو سره له سیمې ووځي. تر اوسه د دغو بندیانو هویت او د هغوی جرمونه نه دي په ډاګه شوي .
دې پیښې د طالبانو په امنیتي لیکو کې د فساد او نفوذ په اړه جدي پوښتنې راپورته کړې دي. سیمه ییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو دا ډول پیښې په ختیځو ولایتونو کې د عامه امنیت په اړه اندیښنې زیاتوي .

ننګرهار #زندان #بندیان #طالبان #امنیت #فساد #جلالآباد #افغانستان #پښتوخبرونه #تیښته

Author