د خوست ولایت سیمه ییزو چارواکو خبر ورکړی چې د کابل او خوست پر لویه لار په یوه ترافیکي پېښه کې لږ تر لږه څلور کسان مړه شوي دي. دا درنه پېښه په یاده لاره کې د یوه مازدا ډوله موټر او ریکشا د سخت ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د راپورونو له مخې په دې خواشینوونکې پېښه کې یوه ښځه او دوه واړه ماشومان د قربانیانو په ډله کې شامل دي. په دې پېښه کې دوه نور ماشومان ټپیان شوي هم دي چې د بیړنۍ درملنې لپاره سمدستي ځايي روغتون ته لېږدول شوي دي.

شمېرې ښيي چې په دې وروستیو اونیو کې ترافیکي پېښې ډېرې زیاتې شوي دي. یوازې په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا شپږ ویشت کسان چې ښځې او ماشومان هم پکې دي، مړه شوي او لسګونه نور سخت ټپیان دي.

#ترافیکي\_پېښه #خوست #افغانستان

🌐

Author