په بلخ ولایت کې سیمه ییزې سرچینې د طالبانو تر کنټرول لاندې ادارو، په ځانګړې توګه د استیناف ریاست کې د بې ساري فساد او رشوت خبر ورکوي. د خلکو په وینا، د فساد کړۍ د چارواکو په همغږۍ جوړې شوې او عدالت یوازې د پیسو په ورکولو سره ترلاسه کیدی شي .
راپورونه وايي چې په دغو ادارو کې “ډالر شریعت تر پښو لاندې کړی” او حق د هغه چا دی چې ډیرې پیسې ورکړي. مراجعین وايي چې له روحي ځورونې او سرګردانۍ سره مخ دي او د خپلو قانوني کارونو د مخته وړلو لپاره مجبوره دي چې دروند رشوت ورکړي .
دا وضعیت په داسې حال کې دی چې طالبانو تل د فساد پر وړاندې پر مبارزې ټینګار کړی. خو په مزارشریف کې د ځمکنیو حقایقو څخه معلومیږي چې اداري فساد په یو سیستم بدل شوی او د عامو خلکو لپاره د حق غوښتل تقریبا ناممکن شوي دي .

بلخ #مزارشریف #اداريفساد #طالبان #رشوت #عدالت #افغانستان #سیمهییزخبرونه #دخلکوحقونه #ځانګړیراپور

Author