د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست اعلان وکړ چې په پروان ولایت کې یې نږدې ۵۰۰ د موسیقۍ آلې او په لغمان کې له ۱۰۰ ډیر نور وسایل سوځولي دي. په دغو وسایلو کې هارمونیه، طبله او نور غږیز تجهیزات شامل وو چې په تیر یوه کال کې راټول شوي وو .
د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون راپور ورکړ چې دا کار د محتسبینو لخوا ترسره شوی دی. د طالبانو یوه سیمه ییز چارواکي عبدالمجیب حنفي موسیقي غیر شرعي وبلله او تایید یې کړه چې تر دې مخکې هم سلګونه نور وسایل له منځه وړل شوي دي .
واک ته د طالبانو د راستنیدو راهیسې، په هنر او موسیقۍ سخت بندیزونه لګول شوي دي. ډیری هنرمندان له هیواده وتلي او هغه څوک چې پاتې دي، د نیول کیدو او د خپلو وسایلو د لاسه ورکولو له خطر سره مخ دي، چې دا د کلتوري ځپلو یوه نښه ده .

موسیقي #پروان #لغمان #طالبان #بشريحقونه #سانسور #هنر #افغانستان #کلتور #دبیان_آزادي

Author