په چین کې د ټولنیزو رسنیو یوې مشهورې څیرې وروسته له هغه زرګونه مینوال له لاسه ورکړل چې د ژوندۍ خپرونې (لایو) پر مهال یې د ښکلا فلټر له تخنیکي ستونزې سره مخ شو. دغه سافټویري ستونزه د دې لامل شوه چې د هغې اصلي او له ډیجیټلي سینګار پرته څیره د شیبې لپاره ښکاره شي، چې د مینوالو غبرګون یې راوپاروه .
دغه نجلۍ چې په خپله بې عیبه څیره مشهوره وه، یوازې په یوه شیبه کې شاوخوا ۱۴۰ زره فالوورز له لاسه ورکړل. د هغې مینوالو احساس وکړ چې دوکه شوي دي او دې پیښې په انلاین نړۍ کې د اصلي څیرې او د ښکلا د غیر حقیقي معیارونو په اړه تود بحثونه راپورته کړي دي .
کارپوهان وايي دا پیښه په مجازي نړۍ کې د شهرت نازکوالی ښیي، چیرې چې د لیدونکو باور په جوړو شویو انځورونو پورې تړلی دی. دې پیښې یو ځل بیا د ښکلا په اړه د خلکو پر نظر د ټیکنالوژۍ اغیز او له فلټر شویو انځورونو سره د پرتله کولو رواني فشارونه روښانه کړل .

ټیکنالوژي #چین #ټولنیزېرسنۍ #دښکلافلټر #انټرنیټ #لایوخپرونه #مجازينړۍ #انلاینفرهنگ #ویرل #خبرونه

Author