په متحده ایالاتو کې د افغان کډوالو د ملاتړ بنسټ مشر وایي چې په امریکا کې د پناه غوښتونکو افغان متحدینو وضعیت خورا وحشتناک او ظالمانه دی. شان وان دیور د دې زیان منونکو کډوالو په وړاندې پر سختو تګلارو سخته نیوکه وکړه.

هغه ټینګار کړی چې د دې پناه غوښتونکو په اړه د ډونالډ ټرمپ د ادارې پریکړې تصادفي نه وې. د هغه په وینا، دا د سپینې ماڼۍ د چارواکو په ځانګړې توګه د سټیفن میلر د ناوړه سیاسي انتخابونو پایله وه چې د کډوالۍ بهیر یې ویجاړ کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر سپینې ماڼۍ ته له ستنیدو وروسته، د افغانستان د اتباعو لپاره د ویزې او پناه غوښتنې بهیر ځنډولی دی. دې سختو محدودیتونو د هغو افغانانو لپاره لویې ننګونې رامنځته کړې دي چې د خوندي ځای په لټه کې دي.

#کډوال #امریکا #افغانستان

🌐

Author