د بنګله دیش دایمي استازی خلیل الرحمان د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د یو اتیایمې غونډې د رییس په توګه وټاکل شو. هغه په یوه پټه رایه اچونه کې وتوانید چې د نهه نوي رایو په ترلاسه کولو سره د قبرس نوماند ته چې یو نوي رایې یې ګټلې وې ماتې ورکړي.

دا رایه اچونه په نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې ترسره شوه او په ټوله کې یو سلو نوي رایې صندوقونو ته واچول شوې. خلیل الرحمان ټاکل شوې چې د آلمان د بهرنیو چارو د پخوانۍ وزیرې انالینا بایربوک ځای ناستی شي چې د دې مهم نړیوال بنسټ د تیرې غونډې مشري یې پر غاړه وه.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ رییس د یو سلو درې نوي غړو هیوادونو ترمنځ د مهمو نړیوالو مسایلو په اړه د بحثونو لارښوونه پر غاړه لري. د دغه بنګله دیشي دیپلومات د کار یو کلنه دوره به د روان میلادي کال په سپټمبر میاشت کې د دې اسمبلۍ د نوې غونډې په پیل سره په رسمي توګه پیل شي.

#ملګري\_ملتونه #بنګله\_دیش #نړۍ

🌐

Author