د سینما نړیوالې ستورې پریانکا چوپرا او خاوند یې نیک جوناس په لاس انجلس کې د «د بلاف» (The Bluff) نوي فلم د پرانیستې په مراسمو کې په یو متفاوت سټایل کې راښکاره شول. پریانکا د موکا رنګه چرمي کورست په اغوستلو سره چې د جنګیالیو له زغرو څخه الهام اخیستل شوی و، د ټولو عکاسانو پام ځان ته راواړوه .
دې بالیووډۍ لوبغاړې چې په دې فلم کې د یوې سمندري غلې رول لوبوي، داسې لباس انتخاب کړی و چې د فلم له اکشن او سختې فضا سره یې همغږي درلوده. د هغې د جامو په جزییاتو کې پر سینه یو ډراماتیک پرې کول او څیرې لمن شامله وه چې له پخوانیو ګاڼو او فلزي غاړکۍ سره تکمیل شوې وه .
نیک جوناس هم د زیتوني نسواري کالیو په اغوستلو سره، له خپلې میرمنې سره همغږی سټایل درلود او دې جوړې سور فرش د فیشن په نندارتون بدل کړ. «د بلاف» فلم د امازون پرایم محصول دی او پریانکا پر لوبغاړیتوب سربیره، د دې فلم پروډیوسري هم پر غاړه لري .