په کندهار ولایت کې سیمه‌ییزو سرچینو په دوو جلا پېښو کې د یوه ځوان د وژل کېدو او د یوې ۲۳ کلنې مېرمنې د ځانوژنې خبر ورکړی دی.

د سرچینو په وینا، د معصوم په نوم یو ځوان د پنجشنبې په ورځ، د عقرب په ۱۴مه، د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د خپلو ملګرو له خوا په چړو وژل شوی دی. نوموړی د ملګرو له ټلیفوني اړیکې وروسته له کوره وتلی و او سمدستي پرې برید شوی و.

په کندهار کې د طالبانو د حکومت امنیه قوماندانۍ دا پېښه تایید کړې ده، خو د وژنې د لامل او انګېزې په اړه یې تر اوسه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.

په ورته وخت کې، د کندهار د ډنډ ولسوالۍ په کلچ‌اباد کلي کې یوې ۲۳ کلنې مېرمنې خپل ژوند پای ته رسولی دی. سرچینې وايي چې دغه مېرمن او مېړه یې د روزګان ولایت اصلي اوسېدونکي وو.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، یادې مېرمنې شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې د کورني تاوتریخوالي له امله د خپل مېړه کور پرېښی و او د پلار په کور کې اوسېده. په کندهار کې د طالبانو محلي چارواکو د دې ځانوژنې په هکله څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د جنایي پېښو، مرموزو وژنو او ځانوژنو شمېر زیات شوی دی. کارپوهان بې‌وزلي، وزګارتیا او رواني فشارونه د داسې پېښو لوی لاملونه بولي.

سرچینه: د کندهار سیمه‌ییزې سرچینې

🌐

Author