په یو لړ سترو پوځي عملیاتو کې، د مکسیکو پوځ وتوانید چې د “ال منچو” په نوم مشهور نمسیو اوسګورا سروانتس، د “جالیسکو نوي نسل” خطرناک کارتل مشر له منځه یوسي. دا عملیات په جالیسکو ایالت کې ترسره شول او د مخدره توکو د قاچاق یوې لویې شبکې ته یې دروند ګوزار ورکړ .
د ال منچو له وژل کېدو وروسته، د کارتل غړو د مکسیکو په ۲۰ ایالتونو کې د تاوتریخوالي څپې پیل کړې چې د موټرو سوځول او د سړکونو بندول پکې شامل وو. چارواکو د لږ تر لږه ۱۴ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی او امریکا چې د هغه پر سر یې ۱۵ ملیون ډالر جایزه ایښې وه، دا عملیات وستایل .
دا پېښه کولی شي د ټرمپ له حکومت سره په تعامل کې د مکسیکو دریځ پیاوړی کړي. سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې په دې عملیاتو کې یې استخباراتي مرسته کړې او ال منچو یې امریکا ته د فینټانیل یو له سترو قاچاقبرانو څخه بللی دی .

مکسیکو #دمخدرهتوکوکارتل #المنچو #دمکسیکوپوځ #امریکا #لهمخدرهتوکوسرهمبارزه #فینټانیل #تاوتریخوالی #ډونالډټرمپ #نړیوالامنیت

Author