د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د ځینو هېوادونو له خوا خپلو وګړو ته له ایران څخه د وتلو خبرداری “رواني او رسنیزه جګړه” بللې ده. هغه د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې ټینګار وکړ چې په ایران کې وضعیت عادي دی او ورځنی ژوند روان دی .
بقايي زیاته کړه چې هغه بهرني خبریالان چې ایران ته سفر کوي، کولای شي له نږدې وګوري چې شرایط د منفي تبلیغاتو برخلاف، باثباته دي. دا څرګندونې د هند په څېر د هغو هېوادونو د وروستیو سپارښتنو په غبرګون کې شوي چې له خپلو وګړو یې غوښتي ایران پریږدي .
وروستیو سیمه ییزو تاوتریخوالو ځینې دولتونه په ایران کې د خپلو وګړو د امنیت په اړه اندیښمن کړي دي. خو ایراني چارواکي ټینګار کوي چې دا خبرداری مبالغه ده او موخه یې په ټولنه کې د اندیښنې او رواني بې ثباتۍ رامنځته کول دي .