د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن ازبیکستان ته روان شو. د دې سفر موخه د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا بلل شوې ده.
په دې سفر کې د بلخ والي محمد یوسف وفا او یو شمېر ملي سوداګر او صنعتکاران هم د وزیر ملتیا کوي. تمه کیږي چې افغان پلاوی به د ازبیکستان له مرستیال لومړي وزیر جمشید خواجه وف سره وګوري او په مهمو اقتصادي مسایلو خبرې وکړي.
ازبیکستان د افغانستان لپاره یو مهم سوداګریز شریک دی او دغه سفر د سوداګرۍ د ودې لپاره خورا مهم ګڼل کیږي. افغان حکومت هڅه کوي چې له ګاونډیو هیوادونو سره خپلې اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي.