د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له العربیه ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې د پاکستان وروستي هوايي بریدونه به بې ځوابه پاتې نشي. نوموړي خبرداری ورکړ چې دا د افغانستان پر حاکمیت تېری دی او دوی به یې خامخا په پوځي بڼه ځواب کړي.
مجاهد زیاته کړه چې پاکستان ملکي وګړي په نښه کړي، خو طالبان به یوازې د پاکستاني پوځیانو پر وړاندې اقدام وکړي. هغه وویل چې د افغانستان له خاورې دفاع د دوی حق دی او په دې برخه کې به چوپ پاتې نشي.
که څه هم مجاهد د عملیاتو د وخت په اړه جزییات ورنکړل، خو ټینګار یې وکړ چې ځواب “حتمي” دی. د دې څرګندونو سره د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې نورې هم ترینګلې شوې دي.