په ټولنیزو رسنیو کې د بنیامین نتانیاهو یوه ویډیو لاس په لاس کیږي چې ګواکې له افغانستان سره د مرستې خبرې کوي، خو دا ویډیو جعلي ده. څېړنې ښيي چې دا کلیپ د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په مرسته جوړ شوی او حقیقت نلري.
اصلي ویډیو د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره د نتانیاهو د لیدنې ده، چې پکې د افغانستان یا طالبانو هېڅ یادونه نه ده شوې. په اصلي خبرو کې یوازې د هند او اسرائیل پر اړیکو او ټیکنالوژۍ بحث شوی دی.
دا پیښه ښيي چې څنګه نوې ټیکنالوژي د خلکو د تیروتلو لپاره کارول کیدی شي. کارپوهان له خلکو غواړي چې په ټولنیزو رسنیو کې پر هر ویډیو باور ونه کړي او د خبرونو سرچینې وپلټي.