د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې زور اخیستی او دواړه لوري یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي. د طالبانو یو چارواکي حمدالله فطرت ویلي چې د پکتیکا، پکتیا، خوست، کونړ او ننگرهار په سیمو کې یې ۵۵ پاکستاني سرتېري وژلي او د هغوی پوستې یې نیولي دي.
بل لور ته د پاکستان حکومت بیا دا ادعاوې ردوي او وایي چې د دوی په ځوابي بریدونو کې ۱۳۳ طالب وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر پوځي تجهیزات یې له منځه وړل شوي دي. پاکستاني چارواکو خبرداری ورکړی چې د دوی زغم پای ته رسېدلی او د هر ډول برید به کلک ځواب ورکړي.
تر اوسه خپلواکو سرچینو د دې نښتو د دقیقې مرګ ژوبلې پخلی نه دی کړی، ځکه جګړه په لرې پرتو سیمو کې د شپې لخوا شوې ده. دا نښتې په داسې حال کې کیږي چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت ډیرې ترینګلې شوي دي.

افغانستان #پاکستان #ډیورنډ #نښته #طالبان #پکتیا #ننگرهار #کونړ #تورخم #سرحديشخړه #پښتوخبرونه

Author