او د وسلو ډیپو له منځه تللې سارا اډمز پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په وروستیو هوايي بریدونو کې د طالبانو د یوې قول اردو د وسلو د ترمیم مرکز او اصلي زېرمتون په نښه شوي دي. د هغې په وینا، له دې ډیپو څخه مرکزي او شمالي ولایتونو ته وسلې وېشل کېدې .
اډمز ادعا کړې چې په دې برید کې لویه برخه پوځي مهمات له منځه تللي او لږ تر لږه ۱۳ طالبان وژل شوي دي. نوموړې زیاته کړې چې د مرګ ژوبلې کره شمېر لا څرګند نه دی، خو زیانونه خورا درانه دي .
تر اوسه طالبانو یا پاکستاني پوځ د دې ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او خپلواکو سرچینو هم دا خبر نه دی تایید کړی. دا په داسې حال کې ده چې د دواړو لورو ترمنځ نښتې روانې دي .

هواييبرید #طالبان #سارااډمز #مرګ_ژوبله #جګړه #افغانستان #پاکستان #وسلې

Author