د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په پښتونخوا کې د پوځي حکومت د اعلان په غبرګون کې ویلي، چې له "پنجابي استعمار" څخه د خلاصون یوازینۍ لار د ازادۍ لار ده. نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په پاکستان کې سیاسي کړکېچ مخ په زیاتېدو دی.
پښتین په خپله یوه لیکنه کې ویلي: «په پاکستان کې که ډيموکراسي وي، نو واک باید پنجابي سیاستوالو سره وي او که دیکتاتوري وي، نو واک به پنجابي جنرالانو سره وي.» د هغه په وینا، دواړه طبقې د پښتنو دښمنان دي او د پښتنو د حقونو په پښو لاندې کولو کې یو ډول رول لوبوي.
نوموړي زیاته کړې: «پښتنو په تېرو اتیا کلونو کې نورې ټولې لارې ازمویلي دي، خو له سپکاوي پرته یې بله پایله نده ترلاسه کړې.» د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر ټینګار کوي چې اوس د دې وخت راغلی چې پښتانه د خپلو حقونو لپاره د ازادۍ لاره خپله کړي.
د منظور پښتین پر وینا، پنجابي استعمار تل پښتونخوا د خپلو پرېکړو د تطبیق لپاره د لابراتوار په توګه کارولې ده. هغه وايي چې د پاکستان حکومت تل د پښتنو په سیمو کې خپلې پالیسۍ په زور پلي کړي دي، چې دې کار د سیمې خلکو ته ډېر زیانونه اړولي دي.
هغه همداراز د پاکستاني پوځ لخوا د سوله ییزو لاریونوالو نیول په کلکه غندلي دي. دا نیونې وروسته له هغه وشوې چې په خیبر پښتونخوا کې د ګورنر راج په غبرګون کې خلکو لاریونونه وکړل.
د پښتون ژغورنې غورځنګ له کلونو راهیسې په پاکستان کې د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي. دغه غورځنګ په ځانګړې توګه د جبري بې درکیو، هدفي وژنو او په پښتون میشتو سیمو کې د بشري حقونو څخه د سرغړونو پر وړاندې غږ اوچتوي.
سرچینه: Zarin TV
🌐