د طالبانو د دفاع وزارت اعلان کړی چې هوايي ځواکونو یې نن د پاکستان پر څو مهمو پوځي مرکزونو اغېزناک بریدونه کړي دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې په راولپېنډۍ کې د نورخان اډه او په کویټه کې ۱۲مه قول اردو د دغو بریدونو هدف وو .
دفاع وزارت ویلي چې دا بریدونه د پاکستاني پوځ د هغو هوايي تېریو په غبرګون کې شوي چې تېره شپه یې کابل او بګرام په نښه کړي وو. په خبرپاڼه کې خبرداری ورکړل شوی چې د هوايي حریم هر ډول نقض به له سخت غبرګون سره مخ شي .
طالبانو همداراز په مومند ایجنسۍ کې د خویزو کمپ او په غلني کې د پوځي قرارګاوو د ویشتلو ادعا کړې ده. دا ادعاوې داسې مهال کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ نښتې زور اخیستی دی .

دفاعوزارت #طالبان #پاکستان #هواييبرید #راولپېنډۍ #کویټه #سرحدي_جګړه #افغانستان

Author