د افغانستان د ازادۍ جبهې (جفا) ادعا کړې چې په کونړ ولایت کې یې د طالبانو پر یوې پوستې په برید کې د دې ډلې یو غړی وژلی او درې نور یې ټپیان کړي دي.

دې جبهې د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې دا برید د سه‌شنبې په ماښام ۸ بجې، د لړم په ۵مه، د کونړ ولایت مرکز اسعداباد ښار په نوآباد سیمه کې د طالبانو پر یوې پوستې ترسره شوی دی. په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې جبهې ځواکونه له برید وروسته خپلو اډو ته ستانه شوي دي.

د ازادۍ جبهې د دې برید په اړه نور جزئیات، لکه د هغه نوعیت، نه دي ورکړي. په کونړ کې د طالبانو ځايي چارواکو او د دې ډلې مرکزي ویاندویانو تر اوسه د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د ازادۍ جبهه یو له هغو څو وسله والو ډلو څخه ده چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دې ډلې پر ضد جوړه شوې ده. دا جبهه عمدتاً د پخواني حکومت له امنیتي ځواکونو څخه جوړه ده.

په وروستیو میاشتو او اونیو کې، د ازادۍ جبهې په بېلابېلو ولایتونو لکه کابل، پروان، کاپیسا، تخار او کونړ کې د طالبانو پر پوستو او کاروانونو د څو چریکي بریدونو مسؤلیت منلی دی. که څه هم دا بریدونه په کوچنۍ کچه ترسره کیږي، خو د هېواد په ځینو برخو کې د طالبانو د حکومت پر وړاندې د وسله وال مقاومت دوام په ګوته کوي.

خو د طالبانو حکومت معمولاً د مخالفو وسله والو جبهو فعالیتونه کم اهمیته ګڼي او د خپلو ځواکونو د تلفاتو په اړه د هغوی ادعاوې ردوي یا یې په اړه چوپتیا غوره کوي. خپلواکو معلوماتو ته د لاسرسي د محدودیت له امله، د بې طرفه سرچینو څخه د دې ادعاوو تاییدول ستونزمن دي. سرچینه: د افغانستان د ازادۍ جبهه

🌐

Author