امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا مرکزي استخباراتو (CIA) د علي خامنه اي د اوسیدو د ځای دقیق معلومات له اسراییلو سره شریک کړي وو. د استخباراتو دې همکارۍ د ایران د رهبر د په نښه کولو لامل شوه .
د راپورونو له مخې، برید هغه مهال وشو چې په تهران کې د لوړپوړو پوځي چارواکو یوه غونډه روانه وه. ډونالډ ټرمپ له دې پیښې وروسته ولیکل چې د ایران رهبر ونشو کولای د امریکا او اسراییلو له پرمختللو تعقیبي سیستمونو او نږدې همکارۍ څخه ځان وژغوري .
د سي آی اې یو پخواني چارواکي افشا کړې چې اسراییلو له کلونو راهیسې د خامنه اي نږدې کسان څارل. ویل کیږي چې د تیر کال له نښتو وروسته پر سپاه پاسداران او ایراني مشرانو څارنه خورا زیاته شوې وه .

سيآیاې #ایران #اسراییل #خامنهاي #پوځياستخبارات #جګړه #تهران #ډونالډټرمپ #سپاهپاسداران #منځنی_ختیځ

Author