د طالبانو حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې اعلان کړی چې د وروستیو سېلابونو له امله د مړو شمېر ۱۴۸ ته رسېدلی دی. دا طبیعي پېښې د وري میاشتې په وروستیو کې پیل شوې او په ډېرو افغان ولایتونو کې یې سخت زیانونه اړولي دي.

د طالبانو حکومت د چارواکو د راپورونو پر بنسټ په دې پېښو کې تر ۲۱۶ ډېر کسان ټپیان شوي او اته تنه نور لا هم ورک دي. همدارنګه سلګونه د استوګنې کورونه په بشپړ یا قسمي ډول ویجاړ شوي دي او لارې بندې دي.

افغانستان د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې یو له خورا زیان منونکو هېوادونو څخه شمېرل کېږي. نړیوالو بنسټونو خبرداری ورکړی چې د دې سېلابونو دوام کولای شي په هېواد کې بشري ناورین نور هم پسې خراب کړي.

#افغانستان #سېلابونه #اقلیمي\_بدلون

🌐

Author