ډویچه ویله راپور ورکړی چې د ایران د خبرګانو مجلس، د سپاه پاسداران تر فشار لاندې مجتبی خامنه اي د خپل پلار د ځای ناستي په توګه ټاکلی دی. دا پریکړه د «زمریانو د غرش» عملیاتو په ترڅ کې د علي خامنه اي تر وژل کیدو وروسته شوې ده .
ویل کیږي چې احمد وحیدي او حسین طائب، لوړپوړو امنیتي قوماندانانو، په دې ګمارنه کې کلیدي رول درلود. ایراني چارواکو تراوسه دا خبر په رسمي توګه نه دی تایید کړی او یوازې د «رهبرۍ شورا» د جوړیدو خبرې کوي .
دا سیاسي تحولات په داسې حال کې رامنځته کیږي چې د ایران او امریکا-اسراییل ایتلاف ترمنځ جګړه زور اخیستی. ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې په وروستیو بریدونو کې لسګونه لوړپوړي ایراني چارواکي وژل شوي دي .