د اسلامي امارت دفاع وزارت له پاکستاني ځواکونو سره د تیرو ۲۴ ساعتونو د نښتو تازه جزئیات خپاره کړل. د دې وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وايي، په ۲۵ نښتو کې لسګونه پاکستاني پوستې سقوط شوي او هغوی ته درانه تلفات اوښتي دي .
طالبان ادعا کوي چې د «رد الظلم» په عملیاتو کې له ۱۵۰ ډیر پاکستاني سرتیري وژل شوي دي. په مقابل کې، پر استوګنیزو سیمو د پاکستان هوايي او توپچي بریدونو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱۰ عام افغانان شهیدان کړي دي .
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د پاکستان اقدامات جنګي جنایت وباله او له نړیوالو ادارو یې د مداخلې غوښتنه وکړه. هغه ټینګار وکړ چې افغان ځواکونه د خپلې خاورې د دفاع مشروع حق لري خو د جګړې غوښتونکي نه دي .

ډیورنډکرښه #طالبان #پاکستان #سرحدينښته #ملکيتلفات #دفاعوزارت #افغانستان #جنګيجنایت #عنایتالله_خوارزمي

Author