د طالبانو مشر بدخشان ته د سرو زرو د کانونو د امنیت لپاره د یوې زر کسیزې پوځي قطعې د لیږلو امر کړی دی. دا ځواکونه به مستقیم د کندهار تر قوماندې لاندې وي او د چینایي شرکتونو د پانګونې د ساتنې دنده به ولري .
سیمه ییزې سرچینې وايي دا ګام کولی شي په شمال ختیځ کې د سیمه ییزو او تاجک توکمه طالبانو نفوذ کم کړي. د بدخشان والي، اسماعیل غزنوي، دا پریکړه د مشر «شفقت» بللی او د استخراجونکو شرکتونو پر غوره مدیریت یې ټینګار کړی دی .
په داسې حال کې چې د کانونو وزارت د ۱۰۰ زره کسانو د کار کولو خبره کوي، ځمکني حقایق د ماشینري پراخ کارول ښيي. اندیښنې شته چې دا بدلونونه د بې رویه استخراج پر وړاندې د ولسي اعتراضونو د ځپلو لپاره ترسره شوي وي .

بدخشان #دسروزروکانونه #طالبان #دافغانستاناقتصاد #دچینپانګونه #کندهار #دکانونوامنیت #افغانستان #طبیعيسرچینې

Author