د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ډاډ ورکړی چې د خواف-هرات د اورګاډي له لارې سوداګریزه راکړه ورکړه پرته له ځنډه روانه ده. د هغه په وینا، یو بار وړونکی اورګاډی چې سمنټ او ایم ډي ایف تختې پکې وې، تازه د روزنک تم ځای ته رسیدلی دی .
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې سیمه په سختو پوځي تاوتریخوالو کې ښکیله ده. مجاهد ټینګار وکړ چې سلګونه نور واګونونه هم د ایران په خاوره کې د افغانستان په لور روان دي او د لیږد بهیر عادي دی .
هغه له سوداګرو وغوښتل چې له احتکار او د بیو له لوړولو ډډه وکړي. په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان د بازار د ثبات لپاره د دې ریل لارې له طریقه د خوراکي او سوختي توکو رسیدل خورا مهم دي .