د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي چې رسمي عدلي بنسټونو ته د ښځو لاسرسی د نارینه وو په پرتله څلور برابره کم دی. دا پراخه تشه ښځې د خپلو حقونو له غوښتنې بې برخې کوي.
د یوناما چارواکو وویل چې د قانوني لارو تړل د بنسټونو پر وړاندې باور کموي او ښځې زیانمنوي. د طالبانو ډلې له خوا د نویو قوانینو په وضع کولو او د کلیدي بنسټونو په ځنډولو سره، د ښځو د خوندیتوب پر وړاندې خنډونه ډېر شوي دي.
په دې ارزونه کې ګډون والو د ښځو لپاره د ځانګړو کمیټو او ملاتړیزو مرکزونو د جوړولو غوښتنه کړې ده. د ملګرو ملتونو سږنی شعار هم د ټولو تبعیضي خنډونو پر لرې کولو او برابر عدالت پر تامین ټینګار کوي.
#د\_ښځو\_ورځ #یوناما #افغان\_ښځې #بشري\_حقونه #افغانستان #عدالت