د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د ملګرو ملتونو د سرمنشي د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې وروستۍ پېښې شخړه نه، بلکې د امریکا او اسراییلو ښکاره تېری دی. هغه دا بریدونه غیرقانوني وبلل.

بقایي پر نړیوال اقتصاد د ملګرو ملتونو د تمرکز په اړه سخته نیوکه وکړه او ویې ویل چې د ملکي وګړو ژوند باید له پامه ونه غورځول شي. هغه په میناب ښار کې د ۱۷۵ ماشومانو په ګډون د سلګونو کسانو وژل کېدو ته اشاره وکړه.

نوموړي له نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې د دې بریدونو په وړاندې خپل اخلاقي او حقوقي مسوولیت ادا کړي. تر دې وړاندې، انتونیو ګوتریش د اقتصادي بحران د مخنیوي لپاره په خاورمیانه کې د جګړې د درولو غوښتنه کړې وه.

#ایران #خاورمیانه #ملګري\_ملتونه #میناب #امریکا #اسراییل #جګړه

Author