د طالبانو ډلې مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي چې پاکستاني ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پکتیا، پکتیکا، خوست او کونړ پر څو سرحدي ولسوالیو درانه بریدونه کړي چې ځاني او مالي زیانونه یې اړولي دي.
د هغه په وینا، د پکتیا په څمکنیو او ډنډپټان، او د پکتیکا په برمل او شکین ولسوالیو کې څو ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان دي. دغه راز لسګونه کورونه، هټۍ او جوماتونه ویجاړ شوي او په خوست کې تر ۱۰۰ ډېرې کورنۍ بې ځایه شوې دي.
د طالبانو ډلې په یوه خپره کړې اعلامیه کې دا بریدونه «جنګي جنایتونه» بللي دي. دوی خبرداری ورکړی چې د افغانستان سرحدي سیمې تر سخت ګواښ لاندې دي او یوازې په کونړ کې د شاوخوا ۶۰ درنو مرمیو لګېدو پراخ مالي زیانونه اړولي دي.
#افغانستان #پاکستان #پکتیا #خوست #پکتیکا #کونړ #طالبان #سرحدی_نښتی #جنګی_جنایت #ملکی_تلفات