د عراق په پلازمېنه بغداد کې د امریکا پر سفارت د شنبې په وروستیو کې د کاتیوشا توغندیو برید شوی دی.
رویټرز خبري آژانس د امنیتي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې له دې برید وروسته د سفارت په انګړ کې د خطر زنګونه وهل شوي دي.
تر اوسه د دې توغندیز برید له امله د احتمالي مالي او ځاني زیانونو په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي او کومې ډلې یې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
#امریکا #عراق #بغداد #توغندیز\_برید #د\_امریکا\_سفارت #منځنی\_ختیځ #امنیت