د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر وړاندې د خپل هېواد پوځي عملیات ډېر بریالي او د نړۍ لپاره یو لوی احسان وباله.
هغه ټینګار وکړ چې د امریکا او اسرائیل په ګډو بریدونو کې د ایران د سمندري ځواکونو ۴۲ بېړۍ ویجاړې شوې او د دغه هېواد پوځي او اټومي سیسټمونو ته زیان رسېدلی دی.
ټرمپ د ګواښونو د دوام په صورت کې د بشپړې ویجاړۍ خبرداری ورکړ او ادعا یې وکړه چې ایران اوس په منځني ختیځ کې بایلونکی دی او له ګاونډیانو بښنې غوښتلو ته اړ شوی دی.
#امریکا #ایران #ډونالډ\_ټرمپ #منځنی\_ختیځ #پوځي\_برید #اسرائیل #نړیوال\_تاوتریخوالی