د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، چې په تورخم کې د پاکستان هوايي بریدونو په یوه سوداګریز بازار کې اور لګولی دی.
د هغه په وینا، دې برید سوداګرو ته دروند مالي زیان اړولی او تر ۱۵۰ ډېر پلورنځي سوځېدلي، چې زیان یې شاوخوا ۳۰۰ میلیونه افغانۍ اټکل شوی دی.
د اور وژونکي ټیمونه او ځايي خلک د اور وژنې هڅه کوي؛ دا په داسې حال کې ده چې د دواړو لورو ترمنځ سرحدي تاوتریخوالي زرګونه کسان بې ځایه کړي دي.
#تورخم #پاکستان #هوايي\_برید #طالبان #اورلګېدنه #د\_افغانستان\_اقتصاد #سیمه\_ییز\_خبرونه